او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى غافر ۴۰:۲۰ ⧉
تفسیر:
او الله په عدل پرېکړه کوي، چې پر هيچا به د هغه د نېکيو په کمولو او په بديو کې په زياتولو ظلم نه کوي، او هغه څه چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي هغوی به د هيڅ پرېکړه هم نه شي کولای، ځکه هغوی د څه واک نه لري، له شک پرته همغه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د نيتونو او کړنو ليدونکی يې دی، او پردې به هغوی ته بدله ورکړي.