Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 21 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ 21
ترجمه:
ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو (او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و غافر ۴۰:۲۱
تفسیر:
آيا دغه مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، فکر به يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه؟ پايله يې ډېره بده وه، دغه امتونه د ځواک له پلوه له دوی زيات وو، په ځمکه يې د شيانو په جوړولو داسې اغېز کړی وو، چې دغو خلکو پرې نه دی کړی، خو الله د هغوی د ګناهونو له امله يې تباه کړل، چې د الله له عذابه د هغوی لپاه هيڅ منع کوونکی نشته تر څو يې ترې منع کړی وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 20 راتلونکې غافر • آیت 22