Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 25 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ 25
ترجمه:
نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې غافر ۴۰:۲۵
تفسیر:
نو کله چې موسی پر خپله رېښتينولۍ دلالت کوونکي دليل سره ورته راغی، فرعون وويل: د هغو کسانو اولادونه ووژنئ چې له موسی سره يې ايمان راوړی او مېرمنې يې د هغوی د سپکاوي په موخه ژوندۍ پرېږدئ، او د کافرانو چل چې په وژلو يې د مؤمنانو د شمېر د کموالي امر کړی دغه يوازې تباه او له منځه تلونکی امر دی چې هيڅ اغېز نه لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 24 راتلونکې غافر • آیت 26