Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 26 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ 26
ترجمه:
او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه (دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي غافر ۴۰:۲۶
تفسیر:
او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی د هغه د سزا په ډول ووژنم، او د هغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه د دې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 25 راتلونکې غافر • آیت 27