هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته غافر ۴۰:۳۳ ⧉
تفسیر:
په کومه ورځ چې د اور له وېرې په شا ګرځېدونکي تېښته کوئ، د الله له عذابه به کوم منع کوونکی تاسو لره منع نه شي کړلای او الله چې د چا مرسته پرېږدي او د ايمان راوړلو توفيق ورنه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي، ځکه د لارښوونې توفيق يوازې د هغه په لاس کې دی.