Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 34 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتَابٌ 34
ترجمه:
او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى غافر ۴۰:۳۴
تفسیر:
او په رېښتيا له موسی مخکې يوسف د الله پر يووالي له څرګندو دليلو سره درته راغی، تاسو تل په شک او د هغه څه په اړه په درواغ ګڼلو کې ياستی چې درته راغلي دي، آن تردې چې کله هغه وفات شو شک او تردد مو لا زيات شو او ومو ويل: له هغه وروسته هيڅکله الله بل رسول نه راليږي. له حقه ستاسو د دغې لارورکۍ غوندې الله هر هغه څوک لارورکی کوي چې د الله له پولو اوړي چې د هغه په يووالي کې شک کوونکی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 33 راتلونکې غافر • آیت 35