هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي غافر ۴۰:۳۵ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي چې راشي ورته په دې موخه چې رد یې کړي بې دلیله! د الله په ایتونو کې بې دلیله جګړې کول د الله او هغوکسانو پر وړاندې چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی غټه د غوسې خبره ده. لکه څنګه چې الله د دغوجګړه کوونکو پر زړونه مهر لګولی چې زموږ په آيتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، هر هغه څوک چې د حق څخه ځان لوی ګڼي د ځان د پاسه سر نه مني د هغه په زړه هم الله مهر وهي، حق ته به لار نه مومي او خير ته به لار نه پيداکوي.