Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 42 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ 42
ترجمه:
تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم غافر ۴۰:۴۲
تفسیر:
تاسو مې خپل باطل ته ور بولئ په دې هيله چې پر الله کفر وکړم او په عبادت کې ورسره بل څوک یو ځای کړم چې ما لره يې د الله سره په عبادت کې يوځای کولو صحت باندې هيڅ علم نشته او زه مو پر داسې برلاسي الله ايمان راوړلو ته رابولم چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، بښونکی دی د خپلو بندګانو لپاره د لويې بښنې والا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 41 راتلونکې غافر • آیت 43