Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 43 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ 43
ترجمه:
حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما (د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي غافر ۴۰:۴۳
تفسیر:
حق خبره ده چې پر کوم څه ایمان راوړلو او د هغه پيروۍ ته مې وربولئ، هغه لره نه په دنيا او نه په آخرت کې بلنه شته چې په حقه دې پرې وبلل شي او نه هغه چا ته ځواب ورکولای شي چې رابولي يې، او زموږ ټولو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، او د شک پرته په کفر او سرغړونو کې له بريده اوښتونکي داسې د اور والا دي چې د قيامت په ورځ به يې ور ننوتل لازمي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 42 راتلونکې غافر • آیت 44