پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى غافر ۴۰:۴۴ ⧉
تفسیر:
هغوی يې نصيحتونه رد کړل، نو هغه وويل: ژر دی چې هغه نصيحتونه به ياد کړئ چې ما درته وړاندې کړي دي او د هغه په نه منلو به پښېمانه شئ، او زه مې خپلې ټولې چارې يوازې الله ته سپارم، له شک پرته له الله د خپلو بندګانو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي.