Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 49 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 49 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِنَ الْعَذَابِ 49
ترجمه:
او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي غافر ۴۰:۴۹
تفسیر:
په اور کې عذاب کړل شوي پيروان او مشران چې کله له اوره د وتلو او د دنيا ژوند ته له راګرځېدو ناهيلي شي تر څو توبه وباسي، نو پر اور ګومارل شوو پرېښتو ته به ووايي:د خپل پالونکی مو وغواړئ تر څو دغه تلپاتې عذاب يوه ورځ له موږه سپک کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 48 راتلونکې غافر • آیت 50