Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 50 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۚ قَالُوا فَادْعُوا ۗ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ 50
ترجمه:
دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې غافر ۴۰:۵۰
تفسیر:
د دوزخ څوکيداران به کافرانوته د ځواب په توګه ووايي: آيا رسولان مو له څرګندو دليلونو او برهانونو سره نه و درته راغلي؟! کافران به ووايي: ولې نه، هغوی له څرګندو دليلونو او برهانونو سره راتلل، د دوزخ څوکيداران به هغوی ته د چوپ کولو په موخه ووايي: نو تاسو په خپله يې راوبولئ موږ د کافرانو سپارښتنه نه کوو، او د کافرانو رابلنه يوازې بطلان او له منځه تلل دي، ځکه د هغوی د کفر له امله ورڅخه نه منل کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 49 راتلونکې غافر • آیت 51