Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 51 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ 51
ترجمه:
بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي غافر ۴۰:۵۱
تفسیر:
له شک پرته موږ د خپلو رسولانو او هغو کسانو مرسته کوو چې پر الله او د هغه پر رسولانويې ايمان راوړی تر څو د هغوی د دښمنانو پر خلاف د هغوی حجت ښکاره او تاييد شي، او په قيامت کې به جنت ته د هغوی په ننه اېستلو او په دنيا کې چې د هغوی کوم دښمنان و د هغوی دوزخ ته په ننه اېستلو سره د سزا په ورکولو د هغوی مرسته وکړو وروسته تر دې چې نبيان، پرېښتې او مؤمنان به د تبليغ په کولو او د امتونو په درواغ ګڼلو شاهدي ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 50 راتلونکې غافر • آیت 52