Landscape MP4 Vertical MP4

سورت غافر — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

غافر • آیت نمبر 56 (ټولې 85 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۙ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ 56
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى غافر ۴۰:۵۶
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې د الله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې د الله له لورې ورته راغلی وي د هغو د باطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې د هغوی د حق پر خلاف لويي او د تکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله د الله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه د خپلو بنده ګانو د ويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ غافر • آیت 55 راتلونکې غافر • آیت 57