یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي غافر ۴۰:۵۷ ⧉
تفسیر:
د آسمانونو او ځمکې د لوی والي او پرخوالي له امله د هغو پيدايښت د خلکو له پيدايښت څخه لوی کار دی، نو کوم ذات چې دغه پيداکړي سره د هغو د لوی والي، هغه د مړو له قبرونو څخه په بیا راژونديکولو هم قادر دی تر څو حساب ورسره وکړي او بدله يې ورکړي، خو ډېر خلک نه پوهيږي، نو پند نه ترې اخلي او د هغو د څرګندوالي سربېره د بېرته را پاڅېدو دليل يې نه ګرځوي.