او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ غافر ۴۰:۵۸ ⧉
تفسیر:
او نه سره برابريږي هغه څوک چې نه ويني او هغه څوک چې ويني، نه هغه خلک چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه رسولان يې رېښتينې بللي او ښه کارونه يې کړي، له هغه چا سره نه برابريږي چې د ناوړه عقيدې او ګناهونو په کولو يې بد کار کړی، تاسو ډېر لږ پند اخلئ، ځکه که پند واخلئ نو د دواړو ډلو تر منځ په توپير به پوه شئ، ترڅو د دې خبرې کوښښ وکړئ چې د الله د خوښۍ په مينه کې د هغو خلکو څخه شئ چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي.