الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى غافر ۴۰:۶۴ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو د آرامۍ لپاره چمتو شوی تمځای ګرځولی دی، او آسمان يې پرتاسو برسېره داسې ټينګ جوړ کړی چې له لوېدو يې منع کړی، او ستاسو د ميندو په رحمونو کې يې ستاسو صورتونه جوړ کړي او ښه صورتونه يې در جوړ کړي، او له حلالو او پاکو شيانو يې روزي درکړې ده، دغه پېرزوينې يې چې درباندې کړې دي هغه ستاسو پالونکی الله دی، نو د ټولو مخلوقاتو پالونکی الله برکت والا دی، له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته.