هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي غافر ۴۰:۶۵ ⧉
تفسیر:
هغه ژوندی دی، مړ کيږي نه، له هغه پرته په حقه بل د عبادت وړ نشته، عبادت یې کوئ او غوښتنه کې يې راوبولئ، په داسې حال کې چې يوازې د هغه د خوښې هوډ مو کړی وي، او له مخلوقاتو يې بل څوک مه ورسره شريکوئ، ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې د مخلوقاتو پالونکی دی.