Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 14 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۖ قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ 14
ترجمه:
كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا نه راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر (د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر كوونكي یو فصلت ۴۱:۱۴
تفسیر:
کله چې هغوی ته يې رسولان راغلل چې يو پر بل پسې يې يوه بلنه ورکوله، امر يې ورته کولو چې يوازې دیو الله عبادت وکړئ، له هغوی يې کافرانو وويل: که چېرې پالونکي مو موږ ته د پرېښتو نازلول د استازو په توګه غوښتلای نو را نازلې کړې به يې وای، بېشکه موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست، ځکه تاسو زموږ غوندې انسانان ياست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 13 راتلونکې فصلت • آیت 15