Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 15 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ 15
ترجمه:
نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل: په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه فصلت ۴۱:۱۵
تفسیر:
نو د هود قوم عاديانو پر الله د کفر سربېره په ځمکه کې پرته له حقه لويي وکړه او پرخپلو شاوخوا خلکو يې ظلم وکړ، او په داسې حال چې پر خپل ځواک دوکه شوي وو ويې ويل: څوک له موږ زيات ځواکمن دي؟! د هغوی د ګمان سره سم تر هغوی زيات څوک ځواکمن نشته، نو الله پر هغوی رد وکړ: آيا دغه خلک نه پوهيږي او نه ويني چې الله تر هغوی زيات ځواکمن دی؟! په داسې حال کې چې هغوی د الله له هغو آيتونو انکار کولو چې هود عليه السلام ورسره راغلی و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 14 راتلونکې فصلت • آیت 16