Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 21 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 21
ترجمه:
او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ فصلت ۴۱:۲۱
تفسیر:
او کافران به خپلو پوستکو ته ووايي: ولې مو زموږ پر خلاف د هغه څه شاهدي وويله چې موږ په دنيا کې کول؟! پوستکي به خپلو څښتنانو ته په ځواب ورکولو ووايي: هغه الله وغږولو چې هرڅه يې غږولي دي، او هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست کله چې په دنيا کې واست، او په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 20 راتلونکې فصلت • آیت 22