Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 22 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِنْ ظَنَنْتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِمَّا تَعْمَلُونَ 22
ترجمه:
او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه عالم كېږي چې تاسو يې كوئ فصلت ۴۱:۲۲
تفسیر:
او تاسو په خپله نه پټول کله مو چې ګناهونه کول، تردې چې بيا مو غوږونو، سترګو او پوستکو ستاسو پر خلاف شاهدي نه ورکولای، ځکه تاسو له مرګ وروسته پر حساب، سزا او ثواب باور نه لرلو، خو تاسو ګومان کولو چې الله پاک پر ډېری هغه څه نه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، بلکې له هغه پټيږي، نو په دوکه کې شوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 21 راتلونکې فصلت • آیت 23