پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (دالله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي فصلت ۴۱:۲۴ ⧉
تفسیر:
نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که د عذاب پورته کېدل او له هغوی څخه د الله د رضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی د الله رضا ترلاسه کوونکي او د تل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي.