Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 25 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَيَّنُوا لَهُمْ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ 25
ترجمه:
او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي دي چې د دوى مخې ته دي او د دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو فصلت ۴۱:۲۵
تفسیر:
او د دغو کافرانو لپاره مو له شيطانانو داسې ملګري چمتو کړل چې تل به روسره وو، نو په دنيا کې يې د هغوی بدې کړنې ورته ښايسته کړې او د آخرت وروسته راتلونکی امر يې ورته ښايسته کړ، نو د هغو په يادول او پر هغو عمل کول يې ترې هېر کړل، او له پېريانو او انسانانو چې کوم امتونه تېر شوي دي د هغوی په ډله کې يې پر دوی هم عذاب لازم شو، بېشکه هغوی تاوانيان وو چې ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ اور ته په ننوتلو تاوانيان کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 24 راتلونکې فصلت • آیت 26