Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 26 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ 26
ترجمه:
او كافران شوي كسان وايي: تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ فصلت ۴۱:۲۶
تفسیر:
او کافرانو په خپل منځ کې د سپارښتنې په ډول هغه مهال چې د دليل په مقابل کې له دليل راوړلو عاجزه شول وويل: دغه قران ته چې محمد يې پرتاسو لولي غوږ مه نيسئ او مه هغه څه ته غاړه ږدئ چې پکې دي، او چېغې وهئ او د هغو د لوستلو پر مهال مو آوازونه پورته کوئ، کيدای شي چې په دې سره تاسو پر هغه برلاسي شئ، نو د هغه لوستل او هغه ته بلنه به پرېږدي او تاسو به ترې په آرامه شئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 25 راتلونکې فصلت • آیت 27