نو مونږ به په كافرانو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول فصلت ۴۱:۲۷ ⧉
تفسیر:
او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به د قيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده د هغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به د هغوی لپاره د بدو کړنو عذاب وي.