Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 29 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ 29
ترجمه:
او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو له لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه د تر ټولو ښكته خلقو څخه شي فصلت ۴۱:۲۹
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له پېريانو او انسانانو هغه خلک راوښيه چې موږ يې لارورکي کړي وو، ابليس را وښيه چې د کفر او کفر ته د بلنې بنسټ يې اېښی دی او د آدم هغه زوی چې د وينې تويولو بنسټ يې اېښی دی، هغوی دواړه به په دوزخ کې ترخپلو پښو لاندې کړو، تر څو هغوی دواړه تر ټولو هغو خلکو ښکته شي چې هغوی تر ټولو سخت د اور د عذاب والا دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 28 راتلونکې فصلت • آیت 30