بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته د مرګ د حاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله د ايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله.