Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 31 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ 31
ترجمه:
مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ فصلت ۴۱:۳۱
تفسیر:
موږ مو د دنيا په ژوندانه کې دوستان يو، سمه لار مو درته ښودله او ساتلئ مو، او په آخرت کې مو دوستان يو، نو زموږ دوستي ستاسو سره تلپاتې ده، او په جنت کې به ستاسو لپاره هغه مزې او خوندونه وي چې زړونه مو يې غواړي، او هلته به تاسو لره وي هر هغه څه چې غواړئ يې کوم څه ته مو چې زړونه کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 30 راتلونکې فصلت • آیت 32