او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ فصلت ۴۱:۳۷ ⧉
تفسیر:
د الله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه د هغه عبادت کوئ.