نو كه دوى تكبر وكړ، نو هغه څوك چې له الله سره دي، هغوى شپه او ورځ د ده پاكي بیانوي، په داسې حال كې چې نه ستړي كېږي فصلت ۴۱:۳۸ ⧉
تفسیر:
که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې د هغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه.