Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 39 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۚ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 39
ترجمه:
او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو (نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړیو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى فصلت ۴۱:۳۹
تفسیر:
او د هغه پر لويي، يووالي او د بېرته را ژوندي کولو پر قدرت يې له دلالت کوونکو نښانو دا دي چې ځمکه وينې چې هيڅ شينګی پکې نشته، خو کله چې موږ د باران اوبه پرې و اوروو، نو په هغې کې د پټو تخمونو په راشنه کېدو له امله هغه په خوځښت شي او پورته شي، بېشکه هغه ذات چې دغه مړه ځمکه يې په شينګيو را ژوندۍ کړه، هغه د مړو را ژوندی کوونکی دی او د حساب او بدلې لپاره يې را پورته کوونکی دی، بېشکه هغه پر هر څه ځواکمن دی، د ځمکې له مړه کېدو وروسته د هغې را ژوندي کول هغه نه شي عاجزه کولای او نه د مړو را ژوندي کول او نه د هغوی له قبرونو را پاڅول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 38 راتلونکې فصلت • آیت 40