Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 45 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ 45
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو په دغه (كتاب) كې اختلاف وكړى شو او كه چېرې هغه كلمه نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى شوې ده، (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى. او بېشكه دوى د ده په هكله خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي فصلت ۴۱:۴۵
تفسیر:
او له شک پرته موسی ته مو تورات ورکړ، نو اختلاف پکې وکړل شو، ځينو يې ايمان پرې راوړ، او ځينو ترې انکار وکړه، او که چېرې د الله له لوري دا ژمنه نه وای چې د قيامت په ورځ د هغو بندګانو ترمنځ پرېکړه کوي کوم چې په تورات کې اختلاف کوي، نو په تورات کې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، حق او باطل به يې سره بېل کړي وای، چې د حق والا به يې درناوی کړی وای او د باطل والا به يې سپک کړی وای، او بېشکه کافران د قرآن په اړه په پریشانوونکي شک کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 44 راتلونکې فصلت • آیت 46