هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى فصلت ۴۱:۴۶ ⧉
تفسیر:
چاچې نېک عمل وکړ د نېک عمل ګټه يې همغته ورګرځېدونکې ده، الله ته د هيچا نېک عمل ګټه نه رسوي، او چا چې بد عمل وکړ، نو د دغه ضرر همغته ورګرځېدونکی دی، الله ته له مخلوقه د هيچا ګناه ضرر نه رسوي، او هر چاته به د هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، او ای رسوله! ستا پالونکی پر خپلو بندګانو ظلم کوونکی نه دی، نو له هغوی به يې هيڅ نيکي کمه نه کړي او نه به هيڅ بدي ور زياته کړي.