خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي۔ او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره۔ او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي۔؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته فصلت ۴۱:۴۷ ⧉
تفسیر:
يوازې الله ته د قيامت پوهه ورګرځي، نو يوازې هغه پوهيږي چې کله رامنځته کېدونکی دی، له هغه پرته بل څوک نه پرې پوهيږي، او هيڅ مېوې له خپلو هغو وږو(پوښونو) نه راوځي چې ساتي يې، او نه کومه ښځينه بار اخلي او نه يې زيږوي مګر د هغه په پوهه، له دغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، کله چې الله هغو مشرکانو ته آواز وکړي چې له هغه سره يې د بوتانو عبادت کاوه،په دې حال کې چې رټنه به ورکوي هغوی لره د بوتانو په عبادت ورته به ووايي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې د شريکانو ګومان کولو؟ مشرکان به ووايي: ستا مخکې مو اقرار وکړ، هيڅوک له موږه اوس دا شاهدي نه ورکوي چې تا لره شريک شته.