او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې كوڼوالى دى اوزمونږ له مينځه او ستا له مینځه پرده ده، نو ته (خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یو فصلت ۴۱:۵ ⧉
تفسیر:
او هغوی وايي: زړونه مو په داسې پردو کې دي چې پر هغه څه نه پوهيږي چې ته مو وربولې، او په غوږونو کې مو کوڼوالی دی چې نه يې اوري، او زموږ او ستا ترمنځ داسې پرده ده چې کوم څه ته وايې هغه موږ ته نه رسيږي، نو ته په خپله لار عمل کوه، موږ په خپله لار عمل کوونکي يو او هيڅکله دې پيروي نه کوو.