ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى فصلت ۴۱:۶ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! دغو ضد کوونکو ته ووايه: زه خو يوازې ستاسو غوندې بشر يم الله وحي راته کوي چې ستاسو په حقه معبود يو دی او هغه الله دی، نو هغه ته په رسېدونکې لار ولاړشئ او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړئ، تباهي او عذاب د هغو مشرکانو لپاره دي چې له الله پرته د نورو شيانو عبادت کوي او يا له هغه سره بل څوک شريکوي.