Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 52 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ 52
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي فصلت ۴۱:۵۲
تفسیر:
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي، بيا تاسو کفر پرې کړی وي او درواغ مو ګنلی وي، نو حال به مو څنګه وي؟! او له هغه چا به زيات لار ورکی څوک وي چې د حق د ښکاره کېدو سربېره له هغو سره په ضد وي سره له دې چې دليل يې ښکاره او قوي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 51 راتلونکې فصلت • آیت 53