Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 53 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 53 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ 53
ترجمه:
ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى فصلت ۴۱:۵۳
تفسیر:
د قريشو کافرانو ته به د ځمکې په لر او بر کې خپلې هغه نښانې ور وښيو چې الله مسلمانانو ته کومې برياوې ورکړې دي، او د مکې په فتحه کې به د هغوی په ځانو کې خپلې نښانې ور وښيو، تردې چې د هغوی لپاره هغه څه ښکاره شي چې شک له منځه وړي، او آيا د دغو مشرکانو لپاره دا بسنه نه کوي چې قرآن د الله په شاهدۍ حق دی او دا چې هغه د الله له لوري دی؟! او له الله لوی شاهد څوک کېدای شي؟! که چېرې هغوی حق ليدلای شوای، نو د خپل پالونکي شهادت به يې بسنه ورته کړې وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 52 راتلونکې فصلت • آیت 54