خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى فصلت ۴۱:۵۴ ⧉
تفسیر:
خبر اوسئ چې مشرکان د قيامت په ورځ د خپل پالونکي سره له مخامخ کېدو په شک کې دي، ځکه هغوی له بېرته را پاڅېدو انکار کوي، نو هغوی پر آخرت ايمان نه لري، له همدې امله د هغې لپاره په نېک عمل چمتووالی نه نيسي، خبر اوسئ بېشکه الله پر هر څه ځواکمن، پوهه او قدرت يې پر هرڅه چاپېر دي.