او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى الشورى ۴۲:۱۶ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دين کې په باطلو دليلونو سره شخړه کوي، وروسته تردې چې خلکو هغه ومنلو، د دغو شخړه کوونکو دليل د الله او د مؤمنانو په وړاندې له منځه تلونکی او بې ارزښته دی چې هيڅ اغېز نه لري، د هغوی د کفر او د حق د ردولو له امله يې پر هغوی د الله غضب دی او هغوی لره د قيامت په ورځ سخت عذاب دی چې انتظار به يې کوي.