Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 17 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ ۗ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ 17
ترجمه:
الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم۔ او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي الشورى ۴۲:۱۷
تفسیر:
الله هغه ذات دی چې قرآن يې داسې په حقه نازل کړی چې هيڅ شک پکې نشته، او عدل يې نازل کړی تر څو د خلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه وکړي، او کله هغه قيامت چې دوی يې درواغ ګڼي کېدای شي نږدې وي، او معلومه خبره ده چې هر راتلونکی نږدې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 16 راتلونکې الشورى • آیت 18