Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 18 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ ۗ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ 18
ترجمه:
دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي الشورى ۴۲:۱۸
تفسیر:
هغه کسان چې ايمان نه پرې لري هغوی يې په بيړه غواړي، ځکه هغوی په حساب، ثواب او سزا باور نه لري، او هغه کسان چې پر الله ايمان لري، له قيامته ډارېدونکي دي په هغو کې د خپلې پايلې څخه د وېرې له امله، او په علم اليقين سره پوهيږي چې قيامت داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، خبر اوسئ هغه کسان چې د قيامت په اړه شخړې او جګړې کوي، او په رامنځته کېدو کې يې شک کوي، هغوی له حقه په لرې لارورکۍ کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 17 راتلونکې الشورى • آیت 19