Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 22 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ 22
ترجمه:
ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى الشورى ۴۲:۲۲
تفسیر:
ای رسوله! ته به وينې چې د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي د کړې ګناه له امله له سزا وېرېدونکي وي، خو سزا به هرومرو پر هغوی راتلونکې وي، له توبې پرته يوازې وېره يې ګټه نه ورته رسوي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی د دغو ظالمانو برعکس دي، چې هغوی به د جنتونو په باغچو کې وي مزې به کوي، هغوی لره به يې د خپل پالونکي په وړاندې ډول ډول هغه نعمتونه وي چې هيڅکله نه ختميږي، دا هغه لويه پېرزوينه ده چې هيڅ پېرزوينه نه شي ورته نېږدې کېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 21 راتلونکې الشورى • آیت 23