ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى الشورى ۴۲:۲۱ ⧉
تفسیر:
آيا د دغو مشرکانو لپاره له الله پرته نور معبودان دي، او د هغوی لپاره يې داسې دين راوړی چې الله هغوی ته د دغه دين اجازه نه ده ورکړې چې په هغه کې دې شرک وي او حلال دې حرام او حرام دې حلال شي؟ که چېرې الله نېټه نه وای ټاکلې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، او الله يې د هغوی ترمنځ تر پرېکړې پورې ځنډوي، او بېشکه پر الله د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکو لپاره دردوونکی عذاب دی چې د قيامت په ورځ د هغوی انتظار کوي.