Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 20 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ 20
ترجمه:
هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي الشورى ۴۲:۲۰
تفسیر:
څوک چې د آخرت ثواب غواړي او د هغه لپاره عمل کوي، موږ يې ثواب څو برابره کوو، يوه نېکۍ لس برابره تر اوه سوه برابره پورې تر زياتو برابرو پورې، او څوک چې يوازې دنيا غواړي موږ يې په هغې کې ټاکلې برخه ورکوو، خو هغه لره بيا په آخرت کې برخه نشته ځکه دنيا ته يې پر آخرت لومړيتوب ورکړ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 19 راتلونکې الشورى • آیت 21