پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي الشورى ۴۲:۳۶ ⧉
تفسیر:
نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه د دنيا د ژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو د جنت نعمت دی چې الله د هغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي.