او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي الشورى ۴۲:۳۷ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې د چا د ناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو د هغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه د هغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي.