Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 44 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ وَلِيٍّ مِنْ بَعْدِهِ ۗ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِنْ سَبِيلٍ 44
ترجمه:
او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته۔ او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟ الشورى ۴۲:۴۴
تفسیر:
او څوک چې الله له لارښوونې پرېږدي، له حقه يې لارورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله د قيآمت په ورځ عذاب وويني د آرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته د ګرځېدو لار شته چې الله ته توبه وباسو؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 43 راتلونکې الشورى • آیت 45