او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي الشورى ۴۲:۴۵ ⧉
تفسیر:
او ای رسوله! ته به دغه ظالمان وينې چې پر اور به ور ټېل وهل کيږي په داسې حال کې چې خوار رسوا به له خپلې سختې وېرې خلکو ته په پټه ګوري، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وايي به: بېشکه په حقه تاوانيان خو هغه خلک دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او کورنۍ تاوانيان کړل، د الله له عذابه د ځواک نه لرلو له امله، خبر اوسئ د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي په تلپاتې داسې عذاب کې دي چې هيڅکله نه ختميږي.